۴.۸ د بیعت طریقه
4.8 The method of Bay’ah
په پورتنۍ بحث کې مو د اسلام کې د خلیفه د ټاکلو د مشروع طریقې په توګه د بیعت دلیلونه بیان کړي دي. د عملي تطبیق له مخې، دا د لاس ورکولو سره او هم د لیکلو په واسطه کیږي. عبدالله بن دینار روایت کوي چې: "ما ابن عمر ولیدل کله چې خلکو د عبدالملک بن مروان په اړه اتفاق وکړ، هغه وویل: "زه دلته لیکم چې زه د الله د کتاب او د هغه د رسول ﷺ د سنت له مخې، او د خپل وس تر اندازې پورې، د مؤمنانو امیر عبدالله عبدالملک خبرو ته غاړه ایږدم او اطاعت کوم۔"" بیعت د نورو هر ډول لارو سره هم کیدای شي.
In the aforementioned we have explained the evidences for the bayah as the prescribed method of electing a Khaleefah in Islam. Regarding its practical implementation, it is through shaking the hand as well as by writing. It has been narrated by Abdullah ibn Dinar that: "I witnessed Ibn ‘Umar when people agreed on Abdul Malik ibn Marwan saying: "I write herewith that I agree to hear and obey Abdullah Abdul Malik, the Amir of the believers, according to the Book of Allah and the Sunnah of His Messenger, and to the best of my ability."” The bayah can also be given by any other means. .
د بیعت دې یوازې بالغ کس ورکولی شي، ځکه د ماشوم بیعت صحیح نه دی۔ ابو عقیل زهرہ ابن معبد د خپل نیکه عبدالله ابن هشام څخه روایت کوي، هغه چې د رسول الله ﷺ په زمانه کې ژوند کاوه، چې د هغه مور زینب بنت حمید هغه د رسول الله ﷺ خدمت ته یوړ او وې ویل: "اې د الله رسوله، له هغه څخه بیعت واخله۔" په دې باندې د الله رسول ﷺ وفرمایل: "هغه ځوان دی۔" هغه ﷺ د هغه په سر لاس راوښت او د هغه لپاره یې دعا وکړه، لکه څنګه چې البخاری [صحیح، #7210] روایت کړی دی۔