10.4.7 نتیجه
10.4.7 Conclusion
د اسلامي دولت نظام عدلیه او حدود د هغه وخت راهیسې په هر دور کې پلې شوي، کله چې پيغمبر ﷺ په مدینه کې لومړی اسلامي دولت جوړ کړ. دا نظام د خلکو تر منځ شخړې حل کولې، د ټولنې مشروع حقونه یې ساتل، او دا یې ډاډمن کړ چې واکمنان د دولت وګړو ته د اسلام د شریعت له مخې خپل حق ورکوي. دا ټول کار دې نظام په داسې ښه طریقه ترسره کړ، چې د هغه د عدل او انصاف څخه چې د هغه په ساتنه کې شوي وو، ټولو په دې اعتراف وکړ.
The Judicial System and Punishments of the Islamic State were implemented throughout every period from the time of the Prophet (saw) in Madinah, when he established the first Islamic State. It settled the disputes between the people, protected the legitimate rights of the community, and ensured that those in authority gave the citizens of the State their dues in accordance with the Shari‘ah of Islam. All this it did in a superior manner, such that it was acknowledged by all, the justice and propriety which it conferred upon those who were protected by it.
البته د اسلام په قضايي نظام کې ځواک او اعتبار د سخت سزاوو يا خلکو په ظلم پرې نه ولاړ دی. بلکې دا ځواک په دې کې دی چې دا نظام د اسلامي عقيدې څخه سرچينه اخلي، کومه چې د ژوند هغه ټولو ستونزو ته ځواب ويلی شي چې راپيدا کيدای شي، او د دې پرېکړو تطبيق او پرې عمل کول د عبادت په توګه ګڼل کيږي. په دې ډول، تاريخ ښودلې ده چې يوازې په يو نسبتاً لږ شمېر پيښو کې قضا مجبوره شوې ده چې خلکو ته سزا ورکړي.