5.2 ډیموکریسي
5.2 Democracy
د «ډیموکراسي» کلمه له لرغونې یونانۍ ژبې «demos kratos» څخه اخیستل شوې ده، چې په نږدې ژبارې کې «د خلکو واک» معنا لري. د دې تعریف له مخې، د قوانینو او احکامو وضع کولو واک د خلکو په لاس کې دی، یعنې دوی دي چې حاکمیت لري. په نظري توګه، ټول خلک به د دې په اړه خپل نظر څرګند کړي چې د دوی د خپلو چارو اداره باید څنګه وشي، ځکه دوی د دې په قضاوت کې له ټولو زیات وړتیا لري چې د دوی لپاره څه ښه دي. په هرصورت، د ډیموکراسۍ واقعیت له دې خبرې ډیر لرې دی.
The word ‘democracy’ derives from the ancient Greek term ‘demos kratos,’ roughly translated as ‘people power.’ By its definition, it means that the authority to legislate rules and laws lies in the hands of the people, i.e. it is they who hold the sovereignty. In theory, all the people would voice their opinion on how their affairs should be run, as they would be in the best position to judge what would be best for themselves. However, the reality of democracy is far removed from this.
په حقیقت کې ډیموکراسي داسې یو نظام دی چې انسانانو ته په ناسمه توګه د خدای په شان مقام ورکوي. په پایله کې یو کمزوری، متناقض او محدود انسان ته داسې واک ورکول کیږي چې څه سم دی او څه ناسم دی، هغه ټاکي. نو د خلکو د خواهشاتو او هوسونو پر بنسټ، او د دوی تعصب، د غلطیدو وړتیا او نادانۍ ته پام کولو سره، د نورو د پیروۍ لپاره قوانین جوړیږي. په دې توګه یو بس چلوونکی کیدای شي د یو هیواد د اقتصادي پالیسۍ په اړه خپله خبره وکړي، یو کفشدوز کیدای شي وټاکي چې حکومت باید څنګه جوړ شي، او یو ویټر کیدای شي د بهرنۍ پالیسۍ د تنظیم لارې پوښتنه وشي، دا ټول پرته له دې چې دې خلکو د دغو موضوعاتو په اړه لږترلږه پوهه ولري. ښکاره ده چې له داسې پروسې څخه راڅرګندیدونکی نظام به د ډیرو کمزورتیاوو څخه ډک وي.