8.3.1 په اسلام کې نارینه او ښځې
8.3.1 Men and Women in Islam
اسلام د نارينه و ښځو د رولونو او ژوند په ټولو برخو کې د دوی د اړیکو طریقه ډیر واضح تعریف کوي، او د دوی لپاره په تفصیل سره لارښوونه ورکوي. دا تعریفونه او رولونه له الله (ج) څخه دي، هغه خالق چې انسانان یې پیدا کړي دي. په پایله کې دا د انساني فطرت سره په بشپړ ډول سمون لري، او په اسلام کې د نارينه و یا ښځو لپاره د یو بل په ظلم یا تبعیض کولو ته هیڅ ځای نشته.
Islam defines very clearly exactly what are the roles of men and women in life, and gives detailed guidance as to how they should interact with each other in every sphere of life. These definitions and roles come from Allah (swt) the Creator of human beings. As a result they perfectly accord with human nature and there is no scope in Islam for either men or women to be left to oppress or discriminate against each other.
بشریت د انسانانو څخه جوړه ده، چې ټول یو شان غریزې لري، لکه د ژوندي پاتې کیدو غریزه، روحاني غریزه او د نسل د دوام غریزه، او همدارنګه عضوي اړتیاوې لري، لکه د خوړلو، ویدې کیدو، ساه اخیستلو او نورو اړتیاوو. دا غریزې او اړتیاوې د دوی له جنس پرته ټولو کې شتون لري. په دې اساس، سړی او ښځه دواړه د الله (ج) مخلوق دي، او په دې اړخ کې په بشپړ ډول مساوي حیثیت لري. اسلام د انسان د ژوند موخه یوازې د الله (ج) عبادت ګرځولی دی.