ق ۹۴: د عزم والا رسولان [اولو العزم] څوک دي؟
Q 94: Who are the Messengers of Firm Will [Ulul-`Azm]?
د هغوی پنځه دي. الله تعالیٰ دوه ځایه په خپل عظیم قرآن کې یادوي.
A--- They are five. Allah the Almighty mentioned them on two locations in His Glorious Qur'an:
لومړی: د سورۀ الاحزاب په دې آیت کې راغلي دي: {او هغه وخت یاد کړه کله چې مونږ له پیغمبرانو څخه د دوی عهد واخیست، او له تا (ای محمده ﷺ) او له نوح، ابراهیم، موسی او عیسی د مریم زوی څخه (هم عهد واخیست). مونږ له دوی څخه یو پیاوړی عهد واخیست}۔ (الاحزاب، 7)
The first: in Surah Al-Ahzab that reads, {And (remember) when We took from the Prophets their covenant, and from you (O Muhammad (Peace be upon him» and from Nuh (Noah), Ibrahim (Abraham), Musa (Moses), and `Isa (Jesus) son of Maryam (Mary). We took from them a strong covenant}. (Al-Ahzab, 7)
دوهم: په سورة الشورى کې داسې راغلي دي: {هغه (الله) تاسو ته هماغه دین مشروع کړ (اسلامي توحید) کوم چې هغه نوح ته مشروع کړی و، او هغه چې مو تاته (اې محمد ﷺ) وحي کړی، او هغه چې مو ابراهیم، موسیٰ او عیسیٰ ته حکم کړی و، چې دین قائم کړئ (یعنې هغه څه عملاً کوئ چې دین یې امر کوي)، او په دین کې تفرقه مه کوئ (یعنې په دین کې مختلف مذهبونه مه جوړوئ). مشرکانو ته ګران دی هغه (اسلامي توحید) چې تاسو (اې محمد ﷺ) ته یې بلنه ورکوئ}.